دفراه ولایت پولیسو یو ددولت ضد وسله وال یی د څه باندې پنځوس کیلوګرامه انفجاری توکو سره و نیوه.

داکس تیره شپه د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالی کې نیول شوی دی .

دفراه داپراسیون آمر محمد منیر وایی ددی وسله وال کس څه یوه عراده سراچه موټر هم نیول شوی دی.

 دی زیاتوې تحقېقات ښیی چې دی کس هوډ  درلود چې په فراه ولایت کې د افغان او بهرنېو ځواکونو پر ضد بریدونه وکړې.

دنېول شوې کس نه څو په لاس جوړ شوې دسرک دغاړی بمونه هم لاس ته راغلی.

پولیس وایی چې نیول شوې کس د تحقیقاتو لپاره دملې امنیت اداری ته سپارل شوی دی.

بالابلوک د فراه ولایت هغه ناامن ولسوالۍ ده چې طالب وسله والو پراخ شتون پکې لری.

https://www.facebook.com/heratpaperfb