د افغانستان  د اسلامی جمهوریت او  د هند د جمهوریت تر منځ د ستراتیژیکې همکارۍ تړون

 

د افغانستان   اسلامی جمهوریت او  د هند جمهوریت، چې  تر دې وروسته د “د دواړو خواوو” په نامه یادیږی،

–          د دواړو هیوادونو ، ترمنځ دوستانه اړیکو ته په پام سره چې  تاریخی فرهنګی ریښې لری او د زمانې له ازمایښت په بریالیتوب راوتلې؛

–          د افغانستان دشاهی حکومت او دهند دهغه وخت د حکومت د  ۱۳۲۸ لمریز کال د جدی د ۱۴ نېټې (چې د ۱۹۵۰ عیسوی کال د جنوری له ۴ سره برابره وه) د دوستۍ پر نه هیریدونکی اهمیت او تر هغه نه پر وروسته تړونونو او ګډو اعلامیو ټینګار؛

–          د ګډو ګټو د خوندیتوب،لپاره د دواړو خواوو د تاریخی اړیکو دټینګښت او لا ودې؛

–           د دواوو خواوو ترمنځ  ،د دیپلوماتیکو اړیکو له پیله ،خوراپانګمن دود دستور ته په پام سره هلې ځلې؛

–          په دې باور چې  د دوه اړخیزو اړیکو هر اړخیزه وده به، د دواړو هېوادونو او سیمې د پرمختګ او بری بشپړلامل شی؛

–          د دواړو هیوادونو د اړیکو د پام وړ پراختیاته په پام سره  او دهند  د جمهوریت له بې پایه او دزړه له کومې  مرستو نه په مننې سره  چی،  په تیرو لسو کالنو کې یې له افغانستان سره کړی دی؛

–          د دوه اړخیزو  او څو بعدی اړیکو اوږد مهاله تعهد ته د رسیدو او دغه راز په راتلونکې کلونو کې د بېلابېلو  لکه سیاسی، اقتصادی،سوداګریزو، علمی،تکنالوژۍ، فرهنګی  او نورو برخو د چټکې ودې په هیله؛

–          د ګډو ارمانونو ،سولې،ډیموکراسی،د قانون د لاسبری،دزورزیاتی مخنوی، دبشری حقوقو  او بنسټیزو ازادیو سره د لیوالتیا په تایید؛

–          نړیوالو موازینو ،قوانینو او همدغه راز  د ملګرو ملتونو په  منشور کې د راغلو اهدافو او اصولو له مخې پر خپلو تعهداتو بیا ټینګار؛

ددغه سند له مخې د ګډو ستراتیژیکو همکاریو مواد په لاندې ډول اعلانیږی:

عمومی اصول

 

۱- دا تړون د دواړو هېوادونو تر منځ،څو بعدیزه  اړیکی، د دواړو خواوو تر منځ د متقابل تفاهم او د اوږد مهاله  اعتماد پر بنسټ،هم په دوه اړخیزو او هم په نړیواله برخو کې لا لوړو کچو ته وده ورکوی؛

۲- د دواړوو خوا تر منځ ، د ستراتیژیکو همکاریو  تړون ،د حاکمیت،برابرۍ،د هېوادونو د خاورې بشپړتیا،خپلواکۍ، د یو بیل په کورنیو چارو کې د نه لاس وهنې، دیو بل د ګټو دمتقابل  درناوۍ د اصولو پر بنسټ  ولاړ دی.

۳-د دواړو خواوو د ستراتیژیکو همکاریو تړون، دبل هیڅ هېواد او د کومې بلې ډلې هېوادونو پر ضد نه دی.

سیاسی او امنیتی همکارۍ

 

۱-دواړه خواوې، د سیاسی همکاری د اړیکو د دود له مخې،په دې برخه کې ،د سیاسی او بهرنیو مشورو لپاره، د یوه منظم ،دوه اړخیزه  سیاسی میکانیېزم پر جوړول موافقه کوی.سیاسی مشورې به هر کال یو وار  د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په لارښوونه تر سره کیږی.او خبرې اترې به هم هر کال لږ ترلږه یو کال د هېوادونو د مشرانو په کچه وی.

۲-دواړه خواوی موافقه کوی،  چی ، په ملګروملتونو، په نورو نړیوالو ، سیمیزو او څو اړخیزو ټولنو کې دې ، یو له بل سره مشوره او همکاری کوی. دغه همکارۍ  به  په دغو ټولنو کې د غوره پریکړو او د دواړو هېوادونو  دګټو په پام کې وی؛

په ملګرو ملتو او نورو څو اړخیزو ټولنو کې به مرسته په دغو برخو کې وی:

الف) د نړیوالو او سیمه ایزو  اساسی او بنستیزو مسایلو  د وړاندې کولو لپاره ګډ نوښتونه.

ب) د ملګروملتونو په ټولنه کی له  اصلاحاتو   ،دهغې شورای د پراخیدو او  په هغې  شورای کې دهند د جمهوریت د دایمی، غړیتوب د ترلاسه کولو نه ملاتړ.

۳ – دواړو خواوې، موافقه کوی چی، د ملی امنیت په اړه به ستراتیژیکی خبرې  اترې پیلوی .ددغو خبرو مشری به د دواړو هېوادونو د ملی امنیت ادارې کوی. دغه خبرې به د سیمه ایز امنیت او سولې لپاره د منظمو مشورو او ګډو هلوځلو د اهدافو لپاره  وی.

۴ –  امنیتی همکاری به ، د دواړو خواوو له خوا د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ،له وړاندی پلان شویو جرایمو ، د غیرقانونی مخدره توکو د قاچاق ،د تورو پیسو سپینول او داسی نورو جرایمو په برخه کی د متقابلو همکاریو له مخې کیږی.

۵ – دهند لوری،د  متقابلې تفاهم له مخې ژمن دی چې  د افغان  امنیتی ځواکونو د روزنې او دهغو  د ظرفیت په لوړوالی کی به له افغان لوری سره همکاری وکړی.

 

اقتصادی او سوداګریزی  همکارۍ

 

١- دواړه خواوې، د سوداګریزو،  اقتصادی ،علمی او ټکنالوژی  برخو  دپیاوړتیا په برخه کې همکاریو ته هوډمن دی، دغه راز    د سوداګریزو، اقتصادی  اړیکو ودې ته په پام سره ،د سوداګریزو او  صنعتی چارو د نورو استازو سره د مرستې کولو هوډ لری.

۲ – دواړه خواوې،د افغانستان د ښې او غوره ودې  او د دواړوو هېوادونو،یو بل ته  د خپلمنځی پورتننیو اقتصادی اړتیاوو ،له مخې تعهد کوی ،چې ددغه شان برخو:کرنې،د کلیو پراختیا،د معدنونو د ایستلو، صنعت، انرژۍ،معلوماتی تکنالوژۍ،مخابراتو ترانسپورت ،دهوایی ملکی ترانسپورت په ګډون،  او نورو برخو په  وده  کی  چې  دواړو خواوې پرې موافقه لری،اقدام وکړی.

 ۳ – دواړه خواوې موافقه کوی،  چې د سوداګرۍ د پراختیا او پانګه اچونی په برخه کی د مناسبې فضا  د رامنځ ته کیدو لپاره ګټور ګامونه پورته کوی،دا ګامونه کولای شی دغه ټکی ولری :

الف) له  پانګی اچونی سره د ملاتړ زیاتوالی.‎

ب)  په  ګمرکی  او هغه پورې نورو اړوندو برخو کې  داسانتیاو برابرول ، د غیر تعرفی خنډونو د منځه وړلو لپاره د هڅو زیاتول او د  تعرفوی  خنډونو کرار کرار  کمول؛

ج) د سوداګریزو اړیکو د لا ښې هڅونې لپاره د هوایی وړلو راوړلو د رامنځ ته کولو په برخه  کې همکاری.

د) په بانکدارۍ او مالی برخو کې مرسته، او د بیمې او پورونو  په اخیستوکې د اسانتیاوو برابرول.

ه) په نړیوالو سوداګریز ،  اقتصادی  ا و مالی سازمانونو  کې د همکارۍ   او همغږۍ زیاتوالی.

۴-  دواړه خواوې ، به دیو اوږد مهاله لرلید له مخې، د دوه اړخیزو پایدارو تجارتی اقتصادی اړیکو پراختیا او ودې ته درسیدو لپاره داسې  اغیزمن او ګټور میکانیزمونه جوړوی چې د افغانی او هندی ټولنو ترمنځ اړیکی تامین  شی.

ځانګړو کړو وړو کې به دغه ټکی شامل وی:

الف) د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصاد د ودې او فرهنګی همکاریو لپاره،د سیمه ایزو او ولایتی اړیکو هڅونه؛

ب) په دواړوو هېوادونو کې اړوندو ټولنو ته ،له درېیمو هېوادونو سره د سیمه ایزې سوداګرۍ دګډو امکاناتو  دنظم بښلو د همکارۍ د صلاحیت ورکول ؛

ج) د کیفیت دتضمین،د ستندر جوړولو او نویو تکنالوژۍ له موسساتو سره د همکارۍ له لارې ، په نړیوالو بازارونو کی د رقابت په موخه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو کالیو د کیفیت لوړول ؛

د) د دواړو هیوادونو د سوداګریزو او صنایعو د خونو ترمنځ لا ټینګه همکاری.

۵ – دواړه خواوې، ددې خبرې په پام سره چې ،سیمه ایز اقتصاد د هر هېواد د ارامۍ او ابادۍ یو ژوند بښونکی اصل دی،موافقه کوی،چې هم په دوه اړخیزه او هم د سیمه ایزو ټولنو له لارې ،د سیمه ایزو اقتصادی همکاریو د ودې،په چاروکی یو له بل سره مرستې وکړی.

اقتصادی ،سیمه ایزې همکارۍ باید:

الف)  افغانستان ته باید، د تجارت ، ترانسپورت ،د  انرژۍ د لېږدولو دداسې یو نوی راپیداکیدونکی مرکز په توګه پام وشی، چې  منځنی  او سهیلی اسیا سره نښلوی او له دغه هیواد ته د یوه آزاد او هر اړخیزه ترانسپورت او ترانزیتی کړیو د درلودلو لاره آواروی.

ب) پر  سیمه ایزو بنسټیزو پروژو باید تمرکز وکړی.

ج) د سهیلۍ اسیا او نړیوال اقتصاد ته د افغانستان داقتصاد ورګډول   او  خپلمنځی متقابلو ګټو ته په پام د آزادو بازارونو دپرانستلو له لارې ،  د افغانستان او هند تولیدی کالیو ته آسانتیاوې برابرې کړی.

د) سیمه ایزې همکاری،د سارک د سازمان له لارې ،چې دواړه هېوادونه دهغه غړیتوب لری،لا پیاوړې کړی.

روزنه  او ظرفیت جوړونه

۱- د هند هېواد، د افغانستان د اوږد مهالې او پایدارې  ودې د تامین،او دهند د اوسنیو  له پیرزوینو ډکو مرستو له مخې ځان هوډمن ګڼی، چې د افغانستان د ودې او ظرفیت جوړونې لپاره  خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

الف) دغه مرستې به له نورو برخو سربیره چې د افغانستان د لومړیتوبونو ښکارندوی کوی، دکرنې،معادونو او روغتیا په برخه  کې متمرکزې وی؛ او

ب) د هند هېواد،دغه راز ځان دهغو پراختیایی کوچنیو پروژو ،په وده کې هوډمن بولی چې په لرو پرتو او کلیوالو سیمو کې پرتې دی.

۲- دواړه خواوو موافقه وکړه چې د خپلو حکومتونو تر منځ خپل بنستیزې اړیکی ،د وزارتونو او نورو ارګانونو د هڅونې له لارې پیل کړی.دهند پلو به ،د خپل بنستیز،اداری،سیاسی او اقتصادی سیستم تجربې ،دیوې داسې مرجع په توګه چې افغانستان کولای شی هغه مطالعه او له هغو نه  د خپلو اړتیاوو او واقعیتونو لپاره ګټه واخلی،دوی ته ورکړی.

۳- د هندی خوا به،د افغانستان لپاره د خپلو کلنیو تحصیلی بورسونو د تګلارې له مخې ،چې په خورا بریالیتوب سره پرمخ تللې  او په افغانستان کې د لوړو زده کړو د ستراتیژۍ له مخې پراخ ملاتړ لری،په هند کې د ښوونې پراختیا او روزنې ته د ICCR او ITECدبورسونو او د څو اړخیزه تامین شویو پروګرامونو  له لارې دوام ورکړی :

الف) د افغانستان د اړتیاوو د پوره کولو لپاره، هندوستان د هغه هېواد په لوړو تحصیلی موسسو کې ، دتحصیلی پروګرامونو د لا ودې او پراختیا لپاره ،د طب،انجنیرۍ او ادارې په څانګو کې ممکنې لارې ولټوی؛ او

ب) دواړه خواوې به، په ښوونحیو او پوهنتونونو کې د محصیلنو د مبادلې پروګرام هڅوې او اسانوی.

۴- د هند هېواد به د افغانستان په حکومت کې، د ظرفیت جوړونې د ملاتړ په لړ کې د ملاتړ کې، لارې چارې لټوی او روزنیز تخنیکی تګلارې به برابروی ، او د افغانستان دحکومت په بېلابېلو برخو او له هغې ډلې نه به په  اجرائیوې،قضایې او مقننې قواوو ،کې   ظرفیت  جوړونې ته  دوام ورکړی.

۵- هند د افغانستان د اړتیاوو د پوره کیدو لپاره، په ملی او بهرنی کچه،د حکومت او ادارۍ په برخه کې ،خپلې تجربې د ملی،ولایتی، ولسوالیو،محلی ادارو  او دغه راز د د ملکی خدمتونو ،د دایمی او مسلکی  سیستم د رامنځ ته کولو لپاره چې د افغانستان له شرایطو سره برابره وی،وړاندې کوی.

ټولنیزې، فرهنګی ، مدنی برخې  او له  خلکو سره د خلکو اړیکی

۱- د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اوسنیو اړیکو د لا پراختیا د هلو ځلو په دوام، دواړه خواوې په پام کی لری چی، د پارلمانونو ، مطبوعاتو ،ښځو ، ځوانانو ، ورزشی برخو ، علمی ، فرهنګی، پوهانو او د مذهبی مخورو ترمنځ اړیکی لاپسې پیاوړې کړی.

۲- د افغانستان – هندوستان د ټولنې، له لارې ، هنرونو ، ادبیاتو ، شعر او شاعری او داسی نورو فرهنګی  برخو ته په پام سره به دټولنیزو او فرهنګی اړیکو د لا پراختیا لارې چارې ولټول شی او  د یوبل له فرهنګی  لاسته راوړنو او میراثو سره به لاډیره پیژندګلوی پیداکړی.

۳- دواړه خواوی به  د  آزادو او خپلواکو مطبوعاتو په چوکاټ کې د دواړو هیوادونو د رسنیزو ټولنو ترمنځ د تبادلی زیاتوالی وهڅوی او   پراختیا به ورکړی.

۴- دواړه خواوی به، د ښځو د پرمختګ ، او د هغو ددریځ،دهغو د تعلیم  او  حقوقو او  دغه راز  په خپلو ټولنو کې د خوارو او کمزورو طبقو د ژوند د کچې د لوړولو په موخه کار وکړی.

۵- دواړه  خواوې به،  د  دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د قانونی تګ راتګ د لا هڅونې لپاره موافقه کوی  چې د دواړو هېوادونو د اتباعو لپاره به د تګ راتګ   قواعد  او مقررات  اسانوی، دواړه خواوې تکل لری چې:

الف) دسیلانیانو د تګ راتګ او د دواړو هېوادونو د سیلانیانو د ټولنو ترمنځ همکاریوته  وده ورکړی؛او

ب) د دواړه هیوادونو د ښارونو ، ولایتونو او ایالاتو ترمنځ  به د ملګرتوب  د  تړونونه لاسیکولو هڅه وشی.

۶- دواړه خواوې به ،هڅه وکړی ،  دهغو کسانو لپاره چې دیو بل په هیواد کې له قضایی او حقوقی  ستونزو سره مخامخ شوی دی،   د متقابلو حقوقی  همکاریو د موافقو له مخې په مدنی او جزایی موضوعاتو کې مرسته وکړی.

۷- دمدنی ټولنو تر منځ اړیکو ته وده ورکول، په ځانګړی توگه د پوهانو د نظرونو د تبادلې دزمینی دبرابرولو لپاره،  دواړه  خواوې تکل لری چې د افغانستان-هندوستان ګردی میز چې په بېلابېلو برخو کی منل شوی استازی به پکې گدون ولری، جوړ کړی.

۸- دواړه خواوې موافقه کوی چی د ورزش  په برخه کې به  همکارۍ او تګ راتګ ته ودوه ورکړی.

۹ – دواړه خواوې موافقه کوی  چی د ارزښتونو او د دموکراسی دټولنو  په برخه کې د یو بل له تجربو نه چې د همکارۍ، د  واک د ویش او تفویض ، او د قدرت لیږد ولو،د مرکز او ولایاتو /ایالاتونو ترمنځ  داړیکو ، او د ټول ټاکنو دسیستمونو   اصلاحات او نور په کې وی،   زده کړی وکړی. او دا تجربې یو بل  سره شریکې شی.

۱۰- دواړه خواوې موافقه کوی  چی، د دواړه هیوادونو د پارلمانونو تر منځ د نظرونو د ګډوالی  زمینه د پارلمانی هیئتونو  د تگ راتگ له لارې رامنځته  او په دواړو هیوادونو کی د ی دپارلمانی ملګرتیا ډلې  جوړې شی.

د تړون د سرته رسولو څرنګوالی

۱-  د استراتیژیکی همکارۍ دغه تړون ،دهمکارۍ د  یوې شورا په چوکاټ کی چې، مشری  به ئې د دواړو هیوادونو دبهرنیو چارو وزیران کوی،تر سره کیږی.

  دغه شورای به په کال کی یو ځل غوڼده کوی.

 ۲- دغه شورای به د بېلابېلو ، ګډو  کاری ډلو   لکه سیاسی او امنیتی مشورو، سوداگریز او اقتصادی همکارۍ، د ظرفیتونو د لوړتیا او تعلیم، ټولنیز، فرهنګی  او د مدنی ټولنو نه جوړوی چې  له اړونده وزارتونو او اداراتو نه به په هغه کې لوړ پوړی چارواکی ګډون ولری.

 ۳- د شورای د رامنځ ته کیدو سره سم، د دواړو خواوو د خبرو اترو موجوده میکانیزمونه به هغې ته ورګډیږی.

پایله

د افغانستان اسلامی جمهوریت او د هند جمهوریت،  د افغانستان دشاهی حکومت او دهند دهغه وخت د حکومت د  ۱۳۲۸ لمریز کال د جدی د ۱۴ نېټې (چې د ۱۹۵۰ عیسوی کال د جنوری له ۴ سره برابره ده) د  تړون پر یوه اساسی او تل پاتې  ټکی چې  وایی: “د دواړو  حکومتونه  ترمنځ  تل پاتې سوله  چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د زړه له کومې اړیکو د ساتلو او ودې لپاره به هڅه او هاند وکړی ،باید تحقق پیدا کړی” د بیا  ټینګار له لارې، په دې همکارۍ کې پر مخ ځی.

دغه تړون ،د ۱۳۹۰  لمریزکال ، د میزان پر ۱۳ نېټه ،چې  ۲۰۱۱ عیسوی کال د اکتوبر له ۴ نیټه سره برابره ده، په نوی ډهلی کې په دوو اصلی نقلونو کې( په هندی،، پښتو او  انگلیسی  ژبو)   لاسلیک شو.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور  رئیس          د هند جمهوریت لمړی وزیر

https://www.facebook.com/heratpaperfb