د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې ۱۲ ایرانی کارکونکې دافغانستان په لویدیځ فراه ولایت کې تښتول شوی دی.

ددی  وزارت ویاند رامین مهمان پرست وایی چې افغان دولت باید د ایرانی وګړو په وړاندی خپل مسوولیت ته پاملرنه وکړی او په عاجله او جدی توګه دی د خوشی کولو په برخه کې اقدام وکړی.

د دوشنی په ورځې دیوه ساختمانی ایرانی خصوصی شرکت پنځلس کارکونکې دفراه ولایت په پشت رود ولسوالی کې و تښتول شول چې ۱۲ کسان یی ایرانی کارګران او دری نور یی افغان کارګران دی .

دفراه ولایت امنیه قومندان محمد روشندل وایی دی کسانو د ابونصر فراهی پر لویه لاره یی فعالیت کاوه چې دسلو وسله ولو کسانو لخوا و تښتول شول.

دفراه لوایت امنیتی چارواکې وایی  دا کسان ورسته ترهغه د طالبانو لخو و تښټول شول چې د طالبانو تهدیدته چې ورته ویلی ول چې په سیمه کې د کار بند کړی پاملرنه ونه کړه.

طالب وسله والو تر اوسه په دی هکله رسنیو ته څه ندی ویلی او نه هم کومې ډلی ددی انسان تښټونی پړه یی پرغاړه اخیستلی ده.

دفراه ولایت سمیز چاواکې وایی دقومی مشرانو په همکاری سره یی ددی کسانو خوشی کولو لپاره اقدامات پیل کړی دی.

https://www.facebook.com/heratpaperfb